كراچۍ 09ستمبر (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير خسرو بختيار وئېلي دي د كراچۍ انډسټريل پارك به د هېواد صنعتي پېداوار او برآمدات زياتولو له مرستياله وګرځي۔سپېشل اكنامك زون كښې به ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو له د ون ونډو آپرېشن اسانۍ وركولې شي۔حكومت اراده لري چې د آټو پارټس ځايې صنعت ته وده وركړې شي۔د نوې آټو پالېسۍ د كار دائره نه يوازې ځايې پیداوار زياتول دي بلكې پكښې آټو پارټس برآمدي پلان هم شامل دے۔د پاكستان سټيل ملز نجكارۍ سره به د سټيل ملز استعداد زيات شي۔په هېواد كښې به تعميراتي صنعت پرمختګ وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كراچۍ انډسټريل پارك او سوزكي پلان او پاكستان سټيل ملز دورو په موقع په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د پاكستان انډسټريل ډوېلپمنټ كارپورېشن انتظاميې سپيشل اكنامك زون او د سوزكي پلانټ انتظاميې د پلانټ او پېداواري صلاحيت او د پاكستان سټل ملز انتظاميې د سټل ملز په حقله وفاقي وزير له تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير خسرو بختيار ووئيل كراچۍ د هېواد تر ټولو لويې صنعتي ښار دے او دلته د انډسټريل زمكې د شته والې مسئله رامخې ته ده ۔ده ووئيل د صنعت او پېداوار وزارت 1500 ايكړه زمكه د سپېشل اكنامك زون لپاره بېله كړې٬د كراچۍ انډسټريل پارك به د 7 بلينه روپو په لګښت سره جوړولې شي۔وفاقي وزير ووئيل سپېشل اكنامك زون كښې به ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو له د ون ونډو آپرېشن اسانۍ وركولې شي۔د كراچۍ انډسټريل پارك به صنعتي پېداوار او برآمدات زياتولو له مرستياله وګرځي۔په دې موقع د پاكستان انډسټريل ډوېلپمنټ كارپورېشن انتظاميې د سپېشل اكنامك زون په حقله وفاقي وزير له بريفنګ وركړو