اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د كنټونمنټ بورډ د ټاكنو څخه يو ځل بيا ثابته شوې چې تحريك انصاف د هېواد يواځنې اكثريتي ګوند دے. د ګل په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل چې د كنټونمنټ بورډ د ټاكنو څخه ثابته شوې چې وزيراعظم عمران خان يواځنې قومي لارښود دے، تحريك انصاف په هره صوبه كښې په وړومبي يا دوهم نمبر دے. وفاقي وزير ووئيل چې ن ليګ په بلوچستان كښې كومه چوكۍ نه ده ترلاسه كړې او پيپلز ګوند په پنجاب كښې كومه چوكۍ نه لري.