نړيواله ورورولې دې د كشمير خبريالانو په ضد د هند د ظلمونو نوټس واخلي۔د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي

image

اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې د كشمير خبريالانو په ضد د ظلمونو او د هند په زندانونو كښې په پرتو سياسي بنديوانو د ظلم نوټس واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير كمېټۍ 23مې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔د دفاع وفاقي سېكرټري لېفټيننټ جنال(ر)هلال حسېن٬د قامي سلامتيا ډويژن سېكرټري عامر حسن او د خارجه وزارت وياند عاصم افتخار او نورو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي په خاص توګه په غونډه كښې ګډون كولو۔كمېټۍ د كشمير د آزادۍ هلې ځلې كونكي سيد علي ګېلاني بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه او شهريار آفريدي سيد علي ګېلاني ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔شهريار آفريدي ووئيل د هند عسكر د كشميريانو په ضد د جنګي جرمونو ارتكاف كوي او جمو كشمير څخه د عكسونو خپرېدو مخ نيوې كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي چې په زندانونو كښې د كشمير په سياستمدارو ظلم بند كړي

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں