اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېنوئيلي دياولس شريفې كورنۍ څخه لوټ كړے دولت بېرته اغستل غواړي٬ د شهباز شريف كېس كه د ورځې په بنياد وچلېږي نو په راتلونكو 6 مياشتو كښې لږ تر لږھ 25 كالو لپاره د تورو تنبو شا ته كېدے شي٬ په ايوان كښې د حكومت او اپوزيشن ترمېنځه په انتخابي اصلاحات د خبرو اترو هركلے كوٶ٬ دا خبرې وخت ضائع كولو لپاره نه بلكې چارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره پكار دي، مونږ اي وي اېم او آئي ووتنګ مخ په وړاندې بوتلل غواړو، نن د پاكستان په معيشت كښې مهمه برخه د اورسيز پاكستانيانو د ترسيلات زر رالېږلو ده ، كه مونږ دوي ته د ووټ حق ورنكړو نو دوي سره به دا ډېر زياتے وي، کابينې د سپوږمۍ ليدلے كېدو په نجي اعلانونو بندېز لګولے٬ په كال 2013 كښې د سړكونو ټهېكې د كال 2021 د ټهېكو په مقابل كښې ګرانې وې، اېن اېچ اے چې اوس كوم سړكونه جوړوي ھغه د كال 2013 په مقابل كښې د كلوميټر په سر نزدې 10 كروړه ارزان جوړېږي، کابينې دټيليفون انډسټريز آف پاکستان (ټي آئي پي) نېشنل راډيو ټېلي کميونيکېشن کارپورېشن (اېن آر ټي سي) ته د منتقل كولو منظوري وركړې ، د اېن آر ټي سي هري پور سره نزدې به د فيوچر ټېکنالوجيز يونټ جوړېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته په بريفنګ كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل لكه د نور كلهد وفاقي کابينې غونډې په پېل كښې د آئي ووتنګ او اي وي اېم په موجوده صورتحال بريفنګ وركړے شو٬ ده ووئيل كوم هم حكومت په اقتدار كښې په انتخابي اصلاحاتكولو زور نه دے رواړے٬ دا د پي ټي آئي حكومت دے چې په اقتدار كښې انتخابي اصلاحات مخ په وړاندې بوتلل غواړي، مونږ انتخابي اصلاحات لپاره باقاعده كمپائن پېل كړے ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل په پارلمان كښې د حكومت او اپوزيشن ترمېنځه په انتخابي اصلاحات د خبرو اترو هركلے كوٶ٬ دا خبرې وخت ضائع كولو لپاره نه بلكې چارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره پكار دي۔ وفاقي وزير ووئيلوزيراعظم د پارلماني چارو وفاقي وزيرډاکټر بابر اعوان او علي محمد خان ته امر كړے چې اوورسيز پاكستانيانو ته د ووټ حق او اي وي اېم په معاملو دې اپوزيشن سره خبرې وكړې شي۔ ده ووئيل اوورسيز پاکستانيانوته د ووټنګ حق وركول او اي وي اېم به د انتخابي اصلاحات لازمي برخې وي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د ټاكنو پحقله 70 فيصده شخړې د نتيجو د تاخير په سبب رامخې ته كېږي، په فلپائن كښې چې كله په كال 2007 كښې اي وي اېم نه استعمالېدو نو په انتخابات كښې 300 ريټرننګ افسران د شخړو په سبب وژلي شوي وو۔ ده ووئيل اي وي اېم د دغه شخړو د باور وړ حل رامخې ته كوي۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د نجي كمپنۍ لخوا 20 مشينان راغوښتې شوي٬ په دې مشينانو د آئي ووټنګ مېكنزم معائنه كېدے شي۔ ده ووئيل مونږ به شريكه غونډه رابلو٬ مونږ به خپله تګلاره شريكې غونډې ته وړاندې كوو او اپوزيشن سره خبرو اترو له چمتو يو۔ ده ووئيل په وفاقي كابينه كښې د جګو دنګو ودانيو په معامله هم بحث شوے٬ په بېلو ښاريو كښې ايئر پورټ ته نزدې د جګو ودانيو لپاره د اېن او سي شرط ختمولو او اولس لوړو دنګو ودانيو پلو راغب كولو لپاره خبره شوې٬د لوړو دنګو ودانيو جوړېدو سره به د ښارونو د بې ترتيبه خپرېدو لاره نيولو له مرسته ترلاسه شي، مونږ ده هائي رائز بلډنګ ډاډګيرنه كول غواړو۔ ده ووئيل په دې معامله به څلور كسيزه كمېټي جوړولې شي كومه چې به د نړيوالو معيارونو جاج اخلي او په يوه اوونۍ كښې به رپورټ وړاندې كوي٬وفاقي وزير اسد عمر او فېصل سلطان به په كمېټۍ كښې شاملولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل نن كابينه په كال 2013 كښې د جوړو كړو سړكونو د يو كلوميټر په سر د راغلي مصرف نه خبر كړې شوه چې هغه مصرف د اوسني وخت نه زيات او ډېر ګران ٶ۔ په كال 2013 كښې د سړكونو ټهېكې د كال 2021 د ټهېكو په مقابل كښې ګرانې وې، اېن اېچ اے چې اوس كوم سړكونه جوړوي ھغه د كال 2013 په مقابل كښې د كلوميټر په سر نزدې 10 كروړه ارزان جوړېږي۔ وفاقي وزير ووئيل کابينې د ټيليفون انډسټريز آف پاکستان (ټي آئي پي) نېشنل راډيو ټېلي کميونيکېشن کارپورېشن (اېن آر ټي سي) ته د منتقل كولو منظوري وركړې ، د اېن آر ټي سي هري پور سره نزدې به د فيوچر ټېکنالوجيز يونټ جوړېږي٬ په ډيفنس پروډکشن كښې چې مونږ په كومه طريقه صلاحيت ترلاسه كړے دغسې به دا ځاے هم په كارولو لا بهتر كولې شي۔ده ووئيل د ټيلي فون انډسټريز آف پاکستان د ملازمانو ملازمت ته تحفظ هم وركړے شوے ٬ د اېن آر ټي سي او د ټي آئي پي 158 ملازم