اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د قطر د شاهي كورنۍ غړے شېخ علي بن عبدالله ثاني الثاني د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په خاص بلنه پاكستان ته رارسېدلے۔ د ګل په وځ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې سېنېټر كهده بابر د اسلام آباد په هوائي ډګر د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع سېنېټر كهده بابر ووئيل چې د قطر د شاهي كورنۍ غړے د سېنېټ چيئرمېن په خاص بلنه د پاكستان په دوره دے چې مقصد يې د دوه اړخيزه مرستې وده او شريك روابط لا مستحكم كول دي۔ ده ووئيل چې پاكستان قطر سره دوه اړخيزه مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔ د اعلٰی كچ پلاوي تبادلو سره به شريكې مرستې كارۍ ته وده ترلاسه شي۔ شېخ علي بن عبدالله ثاني الثاني په هركلي كولو د سېنېټر كهده بابر او اعلٰی چارواكو مننه وكړه