اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئېلي دي چې د كراچۍ سركلر رېلوے به د كراچۍ د وګړو سفر كم كړي۔ وزيراعظم سره كراچۍ د تللو نه وړاندې ده ووئيل چې د هېواد د تاريخ او د پاكستان رېلوے يو لوي باب نن پرانستېدونكې دے۔ د كراچۍ پشمول په كراچې كښې موجود د ټول هېواد وګړي به د دې څخه مستفيد شي٬د كراچۍ په ټرانسفارمېشن پلان كښې كے سي آر٬سړكونه٬د څښكلو پاكو اوبو منصوبې شاملې دي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې نن په كراچۍ كښې په لويو منصوبو كار كېږي٬د كراچۍ وګړو په سفر كښې به ستونزې كمې شي