اسلام آباد03 ستمبر(اے پی پی) بايد په افغانستان كښې كوټلي امن او استحكام لپاره طالبانو ته د حكومت جوړولو موقع وركړې شي دغسې چې د هېواد بيا رغونې او بحالۍ عمل په كوټلو بنيادونو پېل كړے شي۔د افغانستان ګاونډيانو له په هېواد كښې بيا رغونې له كردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔د وسائلو څخه استفاده كول او نړيوال تجارت لپاره په افغانستان كښې ټېكس٬بنكنګ او د تجارت كوټلي نظام ته اړتيا ده۔هند او ځينې طاقتونه په افغانستان كښې جنګ روان ساتل غواړي۔افغانانو له به په احتياط سره كار كول وي٬د دې خيالاتو څرګندونه د پاك افغان يوته فورم د سيوري لاندې”د افغانستان شريك تعمير نو”په سرخط كنفرنس ته مقريرونو خطاب كښې وكړه۔د كنفرنس پرانستې سېشن ته په خپله وېنا كښې د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر نديم رياض ووئيل پاكستان او افغانستان خپلو كښې تاريخي٬مذهبي او كلتوري خپلولۍ لري۔د افغانستان سره ښې اړيكې د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬ افغانستان چې د كومو حالاتو څخه تېرېږي٬هيله لرو چې ښې نتيجې به ئې ترلاسه شي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينحه اړيكې د استعداد څخه كمې دي۔د امريكائي عسكرو انخلا د مسائلو سره سره موقعې هم راپېدا كړي د كومو څخه چې استفادې كولو ته اړتيا ده خو د صورتحال خرابونكي هم شته٬دې پلو به هم پام لرنه كول وي۔ده ووئيل نړيواله ورورولي بايد په افغانستان كښې په اتفاق سره جوړېدونكے حكومت تسليم كړي او دې سره سره د بهرني مداخلت په وجه د پاكستان او افغانستان ترمينځه راپېدا شوو غلط فهمو لرې كولو ته اړتيا ده۔پاكستان او افغانستان بايد په ګډه يو نوې دور پېل كړي۔ده ووئيل سخت او د ازمېښت په وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس د افغانانو سره ولاړ دي٬مونږ د افغانستان سره معيشت٬تجارت او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې ښې اړيكې غواړو۔د پاك افغان يوته فورم ډائرېكټر جنرل سلمان جاوېد ووئيل د دواړو هېوادونو ځوانانو په ګډه پراجېكټ يو كال وړاندې پېل كړے په كوم كښې چې ښه پیشرفت شوے ۔د دواړو هېوادونو د مېډيا او پوهانو ترمينځه مثبت رابطې پیل شوي كومې چې خوشبينه دي٬د كابل پخواني ګورنر احمد عليزئي ووئيل مونږ د پاكستان سره كوټلې اړيكې او ملګرتيا غواړو۔پاكستان او د افغانستان اولس په خپلو كښې نزدې اړېكې لري ځكه چې پاكستان د كلمه طيبه په بنياد جوړ شوے او افغانستان هم اسلامي رياست دے۔ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې امريكا په افغانستان كښې د افغانانو لپاره نه د خپلې ګټې لپاره راغلې وه۔د افغان قامي مصالحتي كونسل مشر ډاكټر عبدالله عبدالله دست راست مولوي عطاﺀ الرحمان ووئيل د موجوده حالاتو په تناظر كښې په افغانستان كښې امن راوستلو كښې پاكستان مهم كردار ترسره كولے شي۔د دواړو هېوادونو اولس خپلو كښې قوي رابطې لري٬ده ووئيل په افغانستان كښې كومه هم ډله په يوازې حكومت نشي چلولے او د حالاتو تقاضا ده چې د ګاونډيانو په مشاورت سره كوټلي او په پراخا بنيادونو حكومت جوړ كړے شي۔د دې نه پس مذاكره ته وېنا كښې د نړيوالو چارو پوهه او د سوئېلي آسيا سټراټېجك سټډيز انسټي ټيوټ ډاكټر ماريه سلطان ووئيل د طالبانو په وړاندې تر ټولو اول او مهمه مسئله د افغان رياست استحكام او دوهمه په هېواد كښې د سلامتي صورتحال برقرار ساتل دي۔ده ووئيل بايد سيمه ايز هېوادونه نړيوال تجارت په كوټلو بنيادونو راونولو كښې د افغان حكومت سره مرسته وكړي٬پاكستان په افغانستان كښې په امن راوستلو كښې فريق دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بندېزونه كله كله د هېوادونو لپاره ښه وي٬افغانستان له به معاشي مشكلات حل كولو لپاره ټېكس او د بيكنګ نظام ښه كول وي۔په هند كښې د پاكستان پخواني سفير عبدالباسط ووئيل تر څو چې افغانستان كښې مستحكم سياسي نظام نه وي راغلے تر هغه وخت به مسئلې موجود وي۔ده ووئيل د دوحه مذاكراتو سره طالبانو ته تر څه حده قانوني جواز ترلاسه شوے خو په افغانستان كښې تر څلورو كلونو طالبان د ټاكنو كولو په پوزېشن كښې نه دي۔راتلونكې درې څلور كلونه زيات مهم دي ۔ده ووئېل نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې تر هغه وخت طالبانو له وخت وركړي۔كه طالبانو څه زده كړه كړې وي نو هغوي له يوه موقع پكار ده٬سيمه ايزو هېوادونو له پكار دي چې د طالبانو د اړخه د خپل كړي نظام مرسته وكړي۔ده ووئېل په تېر وخت كښې پاكستان عدم استحكام سره مخ كولو لپاره هند د افغانستان خاوره كارولې۔د امريكې د انخلا نه پس چمتو پاتې كېدو ته اړټيا ده٬امريكا چين خپل حريف ګڼي او هغه د چين بېلټ اينډ روډ اينيشيټيو هم په ضد دے۔دا وخت ځينې نړيوال لوبغاړي دا غواړي چې افغانستان كښې امن نه وي٬هند خواهش لري چې په افغانستان كښې جنګ روان وي٬پاكستان دې په افغانستان كښې د كومې خاص ډلې نه بلكې د افغانانو مرسته وكړي۔د افغانستان د نورستان پخواني والي جمالدين بدر ووئيل د افغانستان د موجوده صورتحال ذمه واري يوازې په طالبانو اچول سمه نه ده۔ده ووئيل د باور د كمي په وجه ځينې افغانان د هېواد څخه د بهر تللو هڅه كوي۔په افغانستان كښې اقتصادي حالات خراب دي خو د نوي حكومت اعلانېدو سره به باور زيات شي۔د وړومبي سېشن د اقتصادي دستورې سپيكر سېنېټر بېرسټر سيف ووئيل د افغانستان د صورتحال څخه ډېر څه زده كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل جنګونه يو پلو تباهي راولي خو بل پلو موقعې هم وركوي٬اروپا د دوهم لويې جنګ نه پس په زړه پورې پرمختګ كړے۔ده ووئيل له بده مرغه چا چې په افغانستان كښې حالات خراب كړي هغو افغانان يوازې پرېښودل۔صورتحال به اوس هم افغانانو له سنبهالول وي تر څو چې د ګولۍ او ټوپك استعمال نه وي ختم شوے تر هغه وخت امن نه راځي۔ده ووئيل بايد پاكستان د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ له بشپړ معاونت وكړي٬دې سره سره سياستمدارو٬پوهانو٬زده كوونكو او د اولس ترمينځه د رابطو زياتولو لپاره يو كوټلي پليټ فارم ته اړتيا ده