اسلام آباد 03ستمبر(اے پی پی)د پاكستان او برتانيې خارجه وزيران دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته صلاح شوي ۔د جمعې په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب ترمينځه په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي ۔په خبرو كښې د افغانستان لپاره خاص نمائنده ايمبيسډر محمد صادق٬خارجه سېكرټري سهيل محمود٬ سپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ او د خارجه وزارت سينئر افسرانو ګډون كولو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د برتانيې خپل هم څنګ ډومينك راب او د هغه د پلاوي خارجه وزارت كښې هركلے وكړو۔په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل دا دوره په يو داسې تاريخي وخت كېږي كله چې د افغانستان صورتحال د يو تاريخي دور څخه تېرېږي٬په 16 اګست او 27 اګست زما ستا سره ټېليفوني رابطه شوې او د افغانستان په صورتحال مو خبرې كړي۔خارجه وزير د برتانيې خپل هم څنګ د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره د شوو رابطو څخه خبر كړو۔ده ووئيل د افغانستان په حقله لګولې شوې ټولې اندازې غلطې ثابت شوي۔د اطمينان وړ خبره دا ده چې په افغانستان كښې د اوسني بدلون په مهال كوم اړے ګړے نه دےرامخې ته شوے۔شاه محمود قرشي ووئيل د طالبانو قيادت د اړخه د عامې بخښنې٬د حقونو تحفظ او د افغان خاورې د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو باور په حقله بيانونه د ډاډ وړ دي۔ده ووئيل په افغانستان كښې 40 كلونو راهسې د روان جنګ خاتمه يوه تاريخي موقع ده۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د تېر وخت د غلطو څخه زده كړه كول او د افغانستان بشري او مالي معاونت باوري كولو لپاره راوړاندې كېدل وي۔ده ووئيل مونږ له به په دې نازكه موقع د امن مخالفو قواؤ په “اسپائيلرز”نظر ساتل وي كوم چې په افغانستان كښې د امن خرابولو لپاره متحرك دي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د اجتماعيت لرونكې سياسي حل حامي دے۔په افغانستان كښې امن د سيمې امن او استحكام لپاره ضرورې دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل زما د تاجكستان٬ازبكستان٬تركمانستان او ايران قيادت سره شوي ملاقاتونه ګټور و و٬پاكستان د 24 هېوادونو سفارتي عملې٬وګړو او نړيوالو ادارو اهلكار د كابل څخه راويستلو له معاونت كړے۔ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې پاكستان او برتانيه د افغانستان په موجوده صورتحال پرله پسې په رابطه كښې دي۔د برتانيې خارجه وزير د كابل څخه د برتانيې وګړو او سفارتي عملې په راويستلو كښې په معاونت كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د پاكستاني قيادت مننه وكړه۔ دغسې دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په بېلو څانكو كښې مرستې زياتولو ته صلاح شول۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د كورونا وبا خپرېدو مخ نيوي لپاره كوټلي اقدامات كړي۔د برتانيې د اړخه پاكستان ريډ لسټ كښې د شاملولو په پريكړه تشويش لرو او هيله لرو چې برتانيه به د شمېرې تر مخه پاكستان په رېډ لسټ كښې د ساتلو په پريكړه نظر ثاني وكړي