په جديده نړۍ كښې د آئي ټي څانګه نظرانداز كېدې نشي٬ د هېواد په زړه پورې تشخص لپاره صنعتكارو له “برانډ پاكستان” معرفي كول پكار دي ٬ په افغانستان كښې تل پاتي امن څخه به ګرده منطقه معاشي ګټې ترلاسه كړي۔صدرډاکټر عارف علوي

image
APP77-290921 ISLAMABAD: September 29 - President Dr. Arif Alvi addressing the 44th Federation of Pakistan Chambers of Commerce & Industries Export Trophy Awards ceremony at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي تجارانو او صنعتكارو ته د انفارمېشن ټېکنالوجۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ تلقين كولو سره وئيلي دي په جديده نړۍ كښې د آئي ټي څانګه نظرانداز كېدې نشي٬ د هېواد په زړه پورې تشخص لپاره صنعتكارو له “برانډ پاكستان” معرفي كول پكار دې،د حکومت معيشت تهدستاوېزي شكل وركولو لپاره دې په خلو ځلو كښې مرسته وكړې شي٬ په افغانستان كښې تل پاتي امن څخه به ګرده منطقه معاشي ګټې ترلاسه كړي،نجي څانګه دې مېرمنو او خاص كسانو ته كاروبار او روزګار وركولو پحقله ډاډګيرنې له خپل كردار ولوبوي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه په ايوان صدر كښې د پاكستان چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري تر سېوري لاندې 44م اېف پي سي سي آئي اېكسپورټ ايوارډز دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دستورې ته د پاكستان چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري صدر مياں ناصر حيات مګو هم وېنا وكړه۔صدر د كرونا وباء په مهال د ټولنې پسمانده طبقو د سماجي تحفظ په هڅو كښې د تجارانو او صنعت كارو پشمول د ټول قام د فراخدلۍ ستائنه كولو سره ووئيل بې وسه خلقو لپاره د حكومت احساس پروګرام لويه هڅه ده۔ ده ووئيل په افغانستان كښې تل پاتي امن څخه به ګرده منطقه معاشي ګټې ترلاسه كړي٬ په افغانستان كښې د رغونې او پرمختګ عمل پېل كېدو سره به د ګاٶنډي هېواد په حېث د پاکستان تجارانو او صنعت کارو لپاره ډېر موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل د مېنځنۍ آسياء هېوادونه تجارت لپاره د پاكستان د لارې تر سمندر رسنه غواړي ٬ په افغانستان كښې امن او استحكام سره به په منطقه كښې پراخه امكانات راپېدا شي۔ په دې موقع صدرد برآمدات په لړ كښې د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو ته اېوارډز هم وركړل

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں