اسلام آباد16ستمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د امريكې خارجه وزير انتهوني بلنكن په اوسني بيان د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا بيان د پاكستان او امريكې ترمينځه اوسنيو كښېشوې نزدې مرستې سره مطابقت نه لري٬ پاكستان په افغانستان كښې د القاعده قيادت ملا ماتولو لپاره د امريكېسره مرستې او د افغان امن عمل له كوټلي سهولت كارۍ له مهم كردار ترسره كړے ٬په هند كښې د جوهري موادو تجارت نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر دے۔د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ په مهال د زيارت په ورځ ووئيل په افغانستان كښې كوټلے امن د پاكستان او امريكې شريك مقصد دے٬په دې لړ كښې پاكستان د امريكې سره تعميري اړيكو له خوښي لري۔ده ووئيل پاكستان د اشرف غني حكومت ختمېدو نه پس د افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو٬سفارتكارو٬نړيوالې مېډيا او د آئي اېن جي اوز نمائندګانو ويستلو له بشپړه مرسته كړې۔وياند ووئيل د پاكستان مثبت كردار د نړيوالې ورورولۍ پشمول امريكې هم منلے ۔ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د القاعده قيادت په ختمولو كښې د امريكې مرسته كښې كردار ترسره كړے ۔مونږ بيا بيا وئېلي چې د افغان شخړې كوم پوځي حل نه ؤ ۔د يوې پوښتنې په ځواب وياند د امريكې خارجه سېكرټري انتهوني بلنكن او د ځينې كانګرېس غړو پهافغانستان بحث كښې په بيان د مايوسۍ څرګندونې سره وئېلي دي دا بيان اوسنيو كښې د شوې نزدې مرستې سره مطابقت نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په هند كښې د جوهري موادو تجارت د نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر دے۔بايد نړيواله ورورولي او اړوندې ايجنسۍ د دې نوټس واخلي