په وړومبي ځل د پرمختګ په سفر كښې لاندې طبقې ته ترجيح وركړې شوې، د وړوكو قرضو د وصولې شرح 99 فيصد ده، د هر يو كور يو تن ته به تكنيكي تربيه وركوو. د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د كامياب پاكستان پروګرام اجرا په موقع وېنا

image

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې په تېر وخت كښې حكومتونو د متوسط طبقې امدن زياتولو لپاره څه نه دي كړي، اوسنې حكومت پائيدار پرمختګ لپارهه اقدامات كوي، په وړومبي ځل د پرمختګ په سفر كښې لاندې طبقې ته ترجيح وركړې شوې. ده دا خبرې د كامياب پاكستان پروګرام د اجرا په موقع په خپله وېنا كښې وكړې. د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې غريبانو به يوازې د پرمختګ خوب ليدلو، وزيراعظم غريبانو لپاره د كار كولو هدايت كړے. شوكت ترين ووئيل چې وزيراعظم خاص هدايت كړے چې بايد غريب بااختياره كولو لپاره كار وشي. ده ووئيل چې معاشي پرمختګ لپاره د معاشي پالېسو تسلسل ضروري دے. اوسنې حكومت پائيدار پرمختګ لپاره اقدامات كوي. ده ووئيل چې په وړومبي ځل د پرمختګ په سفر كښې لاندې طبقې ته ترجيح وركړې شوې، د وړوكو قرضو د وصولې شرح 99 فيصد ده، د هر يو كور يو تن ته به تكنيكي تربيه وركوو. پروګرام به د مائيكرو فنانس ادارو د لارې بانكونه او د كم امدن طبقې په خپلو كښې وتړي، دا د كمزور طبقو په اړه د رياست د ذمه وارې د احساس عملي تعبير دے.

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں