اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله د پنجاب نه پس په سندھ كښې تر ټولو زيات مرګونه رېكارډ كړې شوي۔په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله 41 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې 15 كسان په وينټيليټرز په حق رسېدلې دي۔۔د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شوي شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په ټول هېواد كښې 1 زره 400 كسانو كووېډ 19 ټېسټونه مثبت راغلي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 44 زره 116 ټېسټونه شوي دي۔په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 11 لكه 62 زره 177 ته رسېدلې۔په ټول هېواد كښې د كورونا د فعاله كيسونو شمېره 49 زره 968 پاتې شوې۔په هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره 12 لكه 41 زره 825 ده۔تراوسه په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 27 زره 638 كسان په حق رسېدلې دي۔تراوسه په ټول هېواد كښې د كورونا 1 كروړ 92 لكه 84 زره 635 ټېسټونه شوي دي٬د هېواد په 640 روغتونونو كښې د كورونا 4 زره 219 رنځوران تر معالجه لاندې دي