نړيواله ورورولي دې د افغانستان د نوي حقيقت ادراك كولو سره د افغانستان منجمد اثاثې بحال کړي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي الجزيره ټي وي سره مركه

image

اسلام آباد 27ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د طالبانو حكومت تسليمولو پحقله وئيلي دي چې مونږ په حالاتو نظر ساتؤ، د طالبانو حکومت تسليمولو پرېكړه به په مناسب وخت كوٶ٬ د القاعده نېټ ورك ماتولو نه پس امريكې له په افغانستان كښې روغې جوړې٬ امن او بيا رغونې لپاره كار كول پكار وو٬ د اشرف غني د حكومت د افغانانو په نظر كښې هېڅ عزت نه ٶ۔ تېره ورځ الجزيره ټي وي سره خپله مركه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې چې كوم عدم استحكام په نظر راځي ھغه د پخوانو كرپټ واكمنو دلاسه دے۔ ده ووئيل په افغانستان كښې طالبان كوم مزاحمت سره نه دې مخ٬ د اشرف غني د حكومت د افغانانو په نظر كښې هېڅ عزت نه ٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير يو ځل بيا په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې د افغانستان د نوي حقيقت ادراك كولو سره دې د افغانانو مرستې لپاره د افغانستان منجمد اثاثې بحال کړې شي او افغانستان دې د انساني بحران نه بچ كړې شي۔ خارجه وزير يادګيرنه وكړه چې افغانستان كښې د معاشي ستونزو له امله په لويه كچه كډوال د پاکستان،ايران او مېنځنۍ آسياء رياستونو پلو مخه كولې شي٬ چې په سبب ئې ګرده منطقه عدم استحكام سره مخ كېدې شي،يقيناً مونږ په دې لړ كښې اندېښنې سره مخ يو۔ ده ووئيل كه د انساني بحران لاره نيولو لپاره د افغانستان منجمد 10اربه ډالره اثاثې بحال كړې شي نو دې سره د افغانانو ستونزې كمېدې شي۔ خارجه وزير تجويز وړاندې كولو سره ووئيل رقم حاجت مندو ته رسول باوري كولو لپاره طريقه كار وضع كېدې شي او په دې لړ كښې ملګري ملتونه اهم كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل افغانستان كښې اقتصادي ستونزو څخه ترهګر هم ګټه پورته كولې شي٬ د دې نه يوازې په پاکستان بلكې په بشپړه منطقه اثرات مرتب كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شاه محمود قرېشي ووئيل كله چې طالبانو د حكومت كنټرول ترلاسه كړو نو ھغه وخت غېر يقينې صورتحال ٶ خو طالبانو د عام معافۍ اعلان كولو سره د وينې تويولو او كورنۍ جګړې ټول امكانات ختم كړل ۔ ده ووئيل طالبانو د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارول كېدو باور وركړے دے٬ زه هيله لرم چې طالبان به خپل لوظونو وپالي۔ د امر الله صالح پحقله د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل امر الله صالح د بل چا په ژبه خبرې كولې٬ ھغه د هند لخوا بريف كړې شوې او د هند په پے رول ٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ خپلې قبائيلي سيمې د ترهګرو نه پاكولو لپاره يو شمېر عمليات كړي او زمونږ په دې لړ كښې د زرګونو په شمېر كسان قربان شوي۔ ده ووئيل د ترهګرو ژالې د پولې بلې غاړې ته په افغانستان كښې موجودې دي او مونږ دا ژالې په ګوته كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل مونږ د پاليسۍ په توګه د افغانستان په كورنيو معاملو كښې د مداخلت نه كولو پرېكره كړې ده خو كه مرستې لپاره ووئيل شول نو مونږ به مرسته كوٶ۔ ده ووئيل پاکستان به په افغانستان كښې سولې ثبات او استحكام لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان په افغانستان كښې د ټي ټي پي عناصرو د زندانونو نه په خوشې كېدو تشويش لري۔ په افغانستان كښې د ښځينه تعليم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل زما د معلوماتو له مخې په افغانستان كښې انجونه سكولونو او كالجونو ته روانې دي او په دوي كومه پابندي نشته

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں