اسلام آباد 14 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د رحمت اللعالمين اتهارټۍ د لارې به ټوله نړۍ د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د سيرت څخه خبره كړی شي٬د 12م ربيع الاول دستوره به د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو لويه دستوره وي۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د رحمت اللعالمين اتهارټۍ د پرمختګ او د دولسم ربيع الاول د تيارې جاج اخستو په لړ كښې غونډه وشوه۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د عيد ميلاد النبي(ص)د دستورې د تيارۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د رحمت اللعالمين سكالرشپس به د مېرټ په بنياد وركولې شي۔په پي ټي وي او راډيو پاكستان ټول پاكستان څخه د نعت خوانۍ مقابلې شوي ۔په دې كښې د ټول پاكستان څخه نعت وئيونكو ګډون كړے۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د اتهارټۍ د لارې به د حضور نبي پاك(ص)د سيرت په رڼا كښې د ځوانانو كردار جوړولو ته پام لرنه كولې شي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو فواد چوهدري٬پير نورالحق قادري٬شفقت محمود٬خاص مرستيالانو ډاكټر شهباز ګل٬ډاكټر ارسلان خالد او سېنېټر فيصل جاوېد ګډون كولو۔