هند په افغانستان كښې په خپلو ناكامو پرده اچولو له پاكستان د قربانۍ ګډورې جوړول غواړي۔ رپورټ

image

اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) هند په افغانستان كښې ناكامۍ او رسوائۍ سره مخ كېدو نه وروسته اوس دا پاكستان مخالف بيانيه جوړول غواړي چې اسلام آباد به كابل كښې د طالبانو قبضه د هند په غېر قانوني توګه نيولې شوي كشمير كښې ستونزې زياتولو له كاروي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا جاري كړې شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي چې د پاكستان په ضد د هندي پروپېګنډې مقصد د نړۍ پام په كشمير كښې روان ظلم او زياتي څخه بلخوا ګرځول او په نړۍ كښې د پاكستان په اړه منفي تاثر رامخے ته كول دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د مودي فسطائي حكومت مقصد د خپلواكۍ ترلاسه كولو له د كشميري اولس روانې هڅې ترهګرۍ سره تړل دي دغسې چې هغوي مقبوضه سيمه كښې خپل ظلمونه لا زيات كړې شي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د دې خبرې امكانات سوا كېږي چې هند به د ترهګرۍ خپلې بيانيې ته وده وركولو له مقبوضه سيمه كښې يو بل جعلي آپرېش كوي۔ د کے اېم ایس رپورټ كښې وئيلي شوي چې هند به د پاكستان او د كشميري اولس د تحريك په ضد خپلو ناوړه ارادو كښې هېڅكله كامياب نه شي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلي شوي چې پاكستان د هند په شمول كوم هم هېواد له دا اجازه نه ده وركړې چې هغه دې پاكستان په افغانستان كښې خپلو ناكامو لپاره د قربانۍ ګډورې جوړ كړي۔ رپورټ كښې په هند زور راوړلے شوے چې هغه دې د تورونو لګولو لوبه بندولو سره په منطقه كښې امن او استحكام لپاره كار وكړي۔

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں