پاکستان یو دوست او مهم ګاونډی دے ، افغانستان څخه په پاكستان كښې د لاس وهنې اجازه ورنكړې شي۔ شېر محمد ستانکزی

image

اسلام آباد۔28اګست (اے پی پی) د طالبانو د دوحه دفتر مشر شېر محمد ستانكزئي وئيلي دي پاکستان یو دوست او مهم ګاونډی دے ، افغانستان څخه په پاكستان كښې د لاسه وهنې اجازه به ورنكړل شي۔ پاكستان يو ورور اسلامي هېواد دے كوم چې د 40 كلونو نه د كډوالو په زړه پورې كفالت كړے دے۔ افغان اولس ته په رېډيو او ټي وي خپل خطاب كښې هغه ووئيل فتح مو ترلاسه كړې ده٬ اوس د پاك پروردګار د نظام نافذ كولو او د اولسي خذمت وخت دے۔ هغه ووئيل د طالبانو امير حكم دے چې طالبان د چا كورته تللې نه شي او نه د چا په ذاتي ژوند يا كاروبار كښې لاس وهنه كولې شي۔ هغه ووئيل ايران سره په زړه پورې مګر د لاس نه وهنې اړيكې غواړؤ۔ دغسې تاجكستان او ازبكستان سره به مو د ملګرتيا اړيكې وي۔ هغه ووئيل د روسيه په شمول ټولو سيمه ايزو هېوادنو سره به په زړه پورې سفارتي اړيكې جوړولې شي۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں