د هېواد د معيشت بهترې لپاره جامع اقدامات كولې شي. د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په واشنګټن كښې پرېس بريفنګ

image

اسلام آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د اوسني حكومت د اصلاحاتي اقداماتو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د هېواد د معيشت بهترې لپاره جامع اقدامات كولې شي، زمونږ هدف په راتكونكو 4، 5 كلونو كښې د ټېكس ټو جي ډي پي شرح 20 فيصد ته رسول دي، د عام وګړي بهترې او اسانې لپاره د ټارګټډ سبسډې په پلور روان يو. ده دا خبرې په واشنګټن ډي سي كښې د پاكستان په سفارت كښې د پرېس بريفنګ په مهال وكړې. په دې موقع د خزانې سېكرټري يوسف خان، د سټېټ بانك ګورنر ډاكټر رضا باقر او په امريكا كښې د پاكستاني سفير اسد مجيد خان نه علاوه نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير په دې موقع مېډيا د امريكې د خپلې دورې د تفصيلاتو نه خبره كړه. ده ووئيل چې اوسنې حكومت د سود نه پاك د قرض سكيم معرفي كوي. وفاقي وزير ووئيل چې د شرح نمو په لحاظ د ستمبر په مياشت كښې په ترسيلات زر كښې 16.9 فيصد كلنه اضافه شوې. د كال په وړومبو درې مياشتو كښې په مجموعي توګه د 8.0 بلين ډالر په ترسيلات زر كښې 12.5 فيصد اضافه شوې ده. ده ووئيل چې د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې د ترسيلات زر په مد كښې پرله پسې بهتري راځي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں