حكومت د ګرانۍ مسئله حل كولو لپاره هڅې كوي٬د اوړو په بيعه كښې پرله پسې كمے راځي٬د كرشنګ سيزن چې پېل شي نو د چينو بيعه به هم لا ټېټه شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډې نه پس بريفنګ

image

اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي وزيراعظم د ګوند لارښودو ته د عوامي رابطه مهم پېل كولو سپارښتنه كړې٬حكومت د ګرانۍ مسئله حل كولو لپاره هڅې كوي٬وزيراعظم د مينځنۍ درجې طبقې ته رېليف وركولو لپاره په سمدستي توګه د اقدامات كولو او د احساس پروګرام د سبسډۍ سكيم زياتولو امر كړے٬د سندھ حكومت لخوا د غنمو په اجرا كښې د پرله پسې تاخير له امله په سندھ كښې د 20 كلو اوړو بيعه د پنجاب او خېبرپښتونخوا په نسبت 400 روپۍ زياته ده٬سږ كال د ګني د تاريخي پیداوار رامخې ته كېدو هيله ده٬د كاټن پیداوار د تېر كال په نسبت 60 فيصده زيات دے۔د اوړو په بيعه كښې پرله پسې كمے راځي٬د كرشنګ سيزن چې پېل شي نو د چينو په بيعه كښې به هم لا كمے راشي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډې نه پس د بريفنګ په مهال وكړې۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف د كور كمېټۍ غونډه كښې د پنجاب٬خېبرپښتونخوا او سندھ څخه د پي ټي آئي مشرانو ګډون كړے۔په غونډه كښې پنجاب كښې د ځايې حكومتونو ټاكنې مهمه موضوع وه۔چوهدري فواد حسېن ووئيل وزيراعظم د ګوند مشرانو ته د عوامي رابطه كمپائن پېل كولو سپارښتنه كړې۔وزيراعظم ووئيل د ځايې حكومتونو ټاكنو تيارۍ لپاره په ښارونو او ضلعو كښې شيډول جاري كړئ ۔وفاقي وزير ووئيل د كور كمېټۍ غونډې نه وړاندې وزيراعظم د احساس پروګرام په اړه د غونډې مشري كړې ۔په غونډه كښې د خزانې صلاحكار شوكت ترين د زوم د لارې او د احساس پروګرام مشرې ډاكټر ثانيه نشتر د پنجاب او خېبرپښتونخوا د خزانې وزيرانو پشمول چيف سېكترانو او سينئر بيورو كرېټس ګډون وكړو۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د مينځنۍ درجې طبقې ته رېليف وركولو لپاره په سمدستي توګه د اقدامات كولو امر كړے ۔دغسې وزيراعظم د احساس پروګرام د سبسډۍ سكيم زياتولو هدايت هم كړے۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا او پنجاب حكومتونه د احساس پروګرام په سبسډۍ سكيم كښې برخې اخستو ته چمتو دي٬مونږ غواړو چې سندھ او بلوچستان هم د دې سكيم برخه شي۔دغسې ګلګت بلتستان او كشمير هم په دې كښې خوښي لرلې ۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د دالونو٬سبسزۍ٬چينو او اوړو په بيعه كښې د كمي رجحان دے٬كه دغه رجحان په ځاې پاتې شي نو اولس به څه رېليف ترلاسه كړي۔ده ووئيل وزيراعظم به په راتلونكو ورځو كښې د لويو پروګرامونو اعلان كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں