اسلام آباد 15نومبر (اے پي پي) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبونو د تر مينځه د همغږۍ او مينځني ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي انتخابي اصلاحات د وخت او حالاتو ضرورت دے٬بايد د انتخابي اصلاحاتو په اړه حزب اقتدار او حزب اختلاف د تفاهم لار خپله كړي او په پاكستان كښې منصفانه ټاكنو لپاره هر يو ګوند هڅې وكړي٬انتخابي اصلاحات د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو په منشور كښې شامل دي۔په ټاكنو كښې د غريب او متوسطې طبقې كس برخه نشي اخستے۔د ټاكنو كمېشن په ضابطه اخلاق څوك عمل نه كوي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د علماﺀ او مشائخو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل چپاكستان علماﺀ كونسل به په راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې په بشپړه توګه برخه اخلي۔د پاكستان په سياست كښې د مذهبي او سياسي ګوندونو مهم كردار دے۔د پاكستان مذهبي او سياسي ګوندونه د نظريه پاكستان او د پاكستان د آئين ساتونكي دي۔د پاكستان اصل منزل د نظام مصطفٰی نفاذ دے كوم لپاره به چې د انفرادي څخه تر اجتماعي كچې كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل ډېر مذهبي كاركنان٬علماﺀ او مشائخ مشران په فورته شيډول كښې د كوم سبب نه بغېر شامل دي۔په دې لړ كښې به د كورنيو چارو وزير سره په ملاقات كښې خپل او د علماﺀ جذبات هغه ته رسوم۔ده ووئيل اوسني حكومت كښې مدرسې او جوماتونه محفوظ شوي۔مذهبي كاركنان نشي زورېدے او نه په مدرسو او جوماتونو كښې پوليس كومه مداخله كوي۔ ده ووئېل د تحريك لبيك معامله په ښه ډول حل شوې يا نه په دې د بحث ضرورت نشته بايد تحريك لبيك او حكومت دواړه په لوظ نامه عمل وكړي۔د پاكستان آئين٬قانون او دستور منونكو ته بايد لاره وركړې شي۔ده ووئېل د پاكستان علماﺀ كونسل منشور او دستور واضح دے چې د خېر په چارو كښې مرسته او په غېر شرعي چارو كښې د محاسب كردار ترسره كولو لپاره نن په محراب او منبر لويه ذمه واري یرته ده ۔ ده ووئېل د دين په نوم فتنې راپورته كېږي٬د دې فتنو څخه ځوان كل خبرول او ساتل د مبلغينو ذمه واري ده