اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د ټيكس كلتور ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي تير وخت كښې حكمران اشرافيه هېواد كښې د ټيكس كلتور ته وده نه ده وركړې، پخوانو حكمرانانو په لسو كلونو كښې په هېواد پور 6 زره اربه روپو څخه 30 زره اربه روپو ته رسولے ،بايد په هېودا پور اړونكو له سزاګانې وركړې شي، ټيكس وصولي كښې اضافه حكومت لپاره يو چيلنج دے ،پخوانو حكمرانانو په بهرنو دورو د اولس روپۍ خرڅ كړي ، ټريك اينډ ټرېس سسټم به مالياتي چارو كښې سپېځلتياﺀ لپاره به مرستياله وګرځي، د ټيكس جمع كوونكو او ټيكس وركونكو فاصلې ختمولو اود ټيكنالوجي استعمال سره به د ټيكس وصولي زياته شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اېف بي آر ټريك اينډ ټرېس نظام پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د كال 2008ء راهسې هېواد كښې د ټريك اينډ ټرېس سسټم نفاذ له هڅې روانې وي، د خزانې صلاحكار شوكت ترين او ايف بي آر ډله د نوې سسټم په جارې كولو د مباركۍ مستحق ده ځكه چې ما دا شك لرلو چې شايد زمونږ په پنځو كلونو كښې به دا مكمل نه شي، ده ووئېل په 2021ء كښې د ټريك اينډ ټرېس سسټم نفاذ يوه لويه كاميابي ده، ټريك اينډ ټرېس سسټم به مالياتي چارو كښې شپېځلتيا لپاره مرستياله وګرځي،دې څخه وړاندې ټوبيكو انډسټري كښې دا سسټم نافذ كړے شوے ؤ اوس په شوګر انډسټري، بيا سېمنټ، سرې او سټيل انډسټري كښې به هم دا نافذ كولې شي، دا يو لوي مثبت پيشرفت دے او د دې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ تر ټولو لويه مسئله د هېواد چلولو لپاره پیسه نه لرل دي او دې لپاره مونږ قرض اخلو، كه زمونږ خرڅونه زيات او آمدن كم وي نو مسئلې به راپيدا كېږي، نړۍ كښې وګړې ټيكس وركوي خو په پاكستان كښې د ټيكس كلتور ته وده نه ده وركړې شوې،ده ووئېل دے ټيكس غلا غلطه نه ده ګڼلې شوې ، د دې يوه وجه دا ده چې دلته نوآبادياتي نظام ؤ نو وګړو به د ټيكس وركولو څخه دډه كوله، وګړي چې كله هم دا يقين ولري چې د ټيكس روپۍ هم په وګړو خرڅ كړې كېږي نو بيا به د هغوې نقطه نظر بل وي، ده ووئېل د آزادۍ نه پس زمونږ حكمران اشرافيه هېواد كښې د ټيكس كلتور ته وده نه ده وركړې، د هغوې د ژوند طرز دا ؤ چې د وګړو روپۍ به ئې په خپل ځان خرڅ كولې،پرمختلليو هېوادونو كښې د ټيكس غلا څوك سوچ هم نه شي كولې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د انګلينډ جي ډي پي د پاكستان څخه 50 درجې زياته ده، د هغوې د وزيرانو د ژوند طرز كتل غواړي ، د هغوې وزيراعظم د امريكې دورې په مهال په امريكا كښې په خپله سفارتخانه كښې په يوه كوټه كښې پاتې شوے ؤ دغسې چې زيات خرڅ پرې را نشي، د پاكستان په شان د پوره وړي هېواد وزيراعظم پخوا په غير ملكي دورو په زړه پورې پېسه خرڅ كړې ٬ ده ووئېل زما په غير ملكي دورو خرڅونه د هغوې څخه ډير كم راغلي،كله چې حكمرانان دا احساس ونه لري چې د وګړو د ټيكس روپۍ خرڅ كوو نو بيا وګړي هم ټيكس نه وركوې۔ وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د ټيكس كلتور ته ودې وركولو ته اړټيا ده، د هېواد د استحكام دارومدار هم په دې دے او د دې نه غير مونږ مخ په وړاندې نه شو تللے ، 2008ء نه تر 2018ء په مهال د پاكستان قرض يو په څلور زيات شوے ،بايد په هېواد قرض اړونكو له سزاګانې وركړې شي او په 10 كلونو كښې 6 زره اربه روپو څخه د هېواد قرض 30 زره اربه روپو ته رسيدلے ، ده ووئېل كومه لويه پروژوه هم نه ده پيل شوې چې ورسره د هېواد آمدن زيات شي۔ ده ووئيل ټيكس وصولۍ كښې اضافه د حكومت لپاره يو چيلنج دے، د ريكارډ ټيكس په وصولۍ اېف بي آر ډلې ته پيرزوئنې وړاندې كوم،د ټيكس وصولي به تر 6 زره اربه رسولې شي۔ده ووئيل دا سسټم به هله سم شي كله چې مونږ ټيكس وصولۍ لپاره د ټيكنالوجي استعمال پېل كړو۔ وزيراعظم ووئيل آټوميشن سره به ټيكس جمع كولو كښې هم آساني رامخې ته شي ۔ ما د 8 ټريلين ټيكس جمع كولو خبره كړې وه،هيله لرو چې د ټيكنالوجي استعمال سره به مونږ دغه حد ته ورسو، اېف بي آر د ټيكس وصولۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ چې وګړو ته څه ډول باور وركوو چې د هغوې روپۍ به په هغوې خرڅ كړې كېږي او شاهانه خرڅونه به نه كېږي ، د كفايت شعاري اقدامات كېږي ٬دغسې د ګرانۍ باوجود د وزيراعظم آفس خرڅونو كښې 110 كروړه روپۍ كمے راغلے ، چې د وګړو باور زيات شي نو زمونږ لپاره به د ټيكس وصولي هم آسانه شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د نړۍ په 5 هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې زيات عطيات وركوي ، شوكت خانم روغتون لپاره وګړو د زړه نه عطيات وركړي ،كه مونږ وګړي ټيكس وركولو له قائل كړو او هغوې ته مو ووئيل چې دغه روپۍ به په هېواد ، اولس او ماشومانو خرڅ كولې شي نو يقيناً هغوې به ټيكې وركړي، اېف بي آر دې هم وګړو له باور روركړې چې جمع شوې ټيكس به په هغوې خرڅ كېږي۔ دستورې ته د خزانې صلاحكار شوكت ترين ووئيل د ټيكنالوجي استعمال سره به ټيكس وصولۍ كښې سپېځلتيا ج له مرسته تر لاسه شي، معاشي استحكام لپاره ريونيو زياتولو ته اړتيا ده،يواځې 2 مليونه وګړې ټيكس وركوي ، 15 مليونه د ټيكس جوګه كسانو ډيټا راجمع كړې شوي،ده ووئېل په ريټيل څانګه كښې د كال د 18 ټريليونه سيل كېږي خو يواځې درې نيم ټريليونه روپۍ راجمع كېږي،د ټيكنالوجي د لارې به دا مسئله هم حل كړې شي، كوچني سوداګر دې فكر نه كوي هغوې لپاره به فكسډ ټيكس وي۔ ده ووئيل پاكستان به د ټيكنالوجي په لحاظ سره راروانو 30 لويو او تر 2024ء 10 لويو هېوادونو كښې شامل شي