د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب په ټي-20 ورلډ كپ كښې نيوزي لېنډ ته په ماتي وركولو د پاكستان لوبډلې له مباركي وركړه

image

اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب په ټي-20 ورلډ كپ كښې نيوزي لېنډ ته په ماتي وركولو د پاكستان لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې ووئيل د هند نه پس نيوزي لېنډ ته په ماتي وركولو د پاكستان شاهين د 22 كروړه پاكستاني اولس زړونه ګټلې دي۔ ده ووئيل د هندي امنيتي ځواكونو لخوا په مقبوضه کشمير كښې د پاكستان په كاميابۍ د كشميري زده كوونكو نيول د غندنې وړ دي٬ بايد نړيواله ورورولي نوټس واخلي۔ فرخ حبيب ووئيل ترنننه په نړۍ كښې په بريا په خوشحالۍ كولو څوك نيولې شوې نه دي۔ وزير مملکت ووئيل د پاكستان لوبډلې ثابته كړې چې په مېدان كښې ثابت قدم پاتې كېدو سره كاميابۍ ته رسنه آسانه شي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں