اسلام آباد21 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې د زيتون بوټو نالولو په نتيجه كښې به كروندګر ترقي وكړي او هېواد به په خوراكي تېلو كښې خودكفيل شي۔ دغسې په خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ ودې لپاره روانې پرمختيائي پروژې زر ترسره كړئ۔ده دا سپارښتنه د زيارت په ورځ په خېبرپښتونخوا كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور٬د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ صوبائي وزير عاطف خان هم موجود ؤ ۔وزيراعظم ووئيل حكومت د سېلګرۍ تر لرې ځايونو رسنې او د معاشي چارو ګړندۍ كولو لپاره په صوبه كښې د انفراسټركچر په پروژو په تندۍ سره كار كوي۔وزيراعظم ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ ودې لپاره روانې پرمختيائي پروژې دې زر ترسره كړې شي٬ په خېبرپښتونخوا كښې د زيتون بوټو نالولو په نتيجه كښې به د كروندګرو ترقي باوري شي او هېواد به په خوراكي تېلو كښې خودكفيل شي۔په غونډه ګښې وزيراعظم ته په خېبرپښتونخوا كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د دې نه علاوه د صوبې په سياسي صورتحال٬راتلونكو بلدياتي ټاكنو او د ګوند په چارو خبرې وشوې۔وزيراعظم پهدې مهال صوبه كښې د روانو پرمختيائي پروژو زر تر زره د تر سره كولو امر وكړو