اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاكستان او ازبكستان ترمېنځه د سياسي روابطو لا زياتولو ضرورت دے، د ازبكستان پاكستان ټرانزټ ټرېډ لوظنامې د لارې به تجارتي او معاشي مرسته ګړندې كول وي، پاكستان د ټرانس افغان رېلوے پروژې پلوي دے او د دې زر ترسره كولو لپاره به بشپړه مرسته كوي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په اشك آباد كښې د ازبكستان صدر شوكت مرزييوف سره د ملاقات په مهال وكړې. د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو، تجارتي او معاشي اړيكو خبرې وكړې. دوي دواړو په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د مرستې په زياتولو او د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو اتفاق وكړو. صدر مملكت عارف علوي د ازبكستان صدر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه.