اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د ديانتدار وزيراعظم په سبب پاكستان پرمختګ كوي، په پرمختيائي پروژو كار ځكه ممكن شوے چې زمونږ په حكومت كښې كرپشن نه دې پاتې شوے، د تېرو حكومتونو د كرپشن په وجه پاكستان ډېر وروستو پاتے شوے، حكومت به خپله موده پوره كوي، اپوزيشن كوم وژن نه لري، دوي چې څومره غواړي سازشونه دې وكړي، دوي ته به اېن آر او ورنه كړو. ده دا خبرې د پي ډبليو ډي انټرچېنج پرانستې په موقع د وېډيو لنك د لارې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. غونډې ته د قومي اسمبلۍ د كورنيو چارو د قائمه كمېټې چيئرمېن راجه خرم نواز او د اسلام آباد د حلقه اېن اے 53م څخه د قومي اسمبلۍ غړي علي نواز اعوان هم وېنا وكړه. وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې په پرمختيائي پروژو كار ځكه ممكن شوے چې زمونږ په حكومت كښې كرپشن نه دې پاتې شوے. ده ووئيل چې د تېرو حكومتونو د كرپشن په وجه پاكستان ډېر وروستو پاتے شوے. وفاقي وزير ووئيل چې ، حكومت به خپله موده پوره كوي، اپوزيشن كوم وژن نه لري، دوي چې څومره غواړي سازشونه دې وكړي، دوي ته به اېن آر او ورنه كړو. غونډې ته په وېنا كښې د قومي اسمبلۍ غړي راجه خرم نواز ووئيل چې په اسلام آباد كښې د اوبو د مسئلې په حل كار روان دے، ډېر زر به د اسلام آباد د اوبو مسئله حل كړې شي.