د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د امريكې ډېموكرېټ لارښود طاهر جاوېد ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د امريكې ډېموكرېټ لارښود طاهر جاوېد د زيارت په ورځ د بهرنيو چارو په وزارت كښې ملاقات وكړو. ده سره د پاك امريكا بزنس فورم چيئرمېن حفيظ خان هم و. د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكې ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو او د معاشي سفارتكارې پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. په دې موقع د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان امريكې سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي. د ملاقات په مهال په امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو په اړه هم خبرې وشوې. خارجه وزير د ډېموكرېټ لارښود طاهر جاوېد خدمات وستائيل.

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں