اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) د پيپلز ګوند سينئر لارښود او د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وفاقي وزير قمر زمان كائره د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د هغه د مشر ورور په مړينه غمرازي كړې. د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې قمر زمان كائره د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد استوګنې ته لاړو. ده د كورنيو چارو وفاقي وزير سره ملاقات وكړو او د هغه د مشر ورور په مړينه ئې غمرازي وكړه. قمر زمان كائره د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه.