حكومت اقتصادې چارې زياتولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي، په سي پېك فېز 2 د كار رفتار لا ګړندې كولې شي. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد23 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت اقتصادې چارې زياتولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي، په سي پېك فېز 2 د كار رفتار لا ګړندې كولې شي، په برآمدي صنعت كښې د سرمايه كارۍ زياتېدو په نتيجه كښې د روزګار موقعې پېدا كېږي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د ترجيحي څانګو د جاج اخستې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، سلاكارانو شوكت فياض ترين، معيد يوسف، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د سي پېك چيئرمېن خالد منصور، د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن اظفراحسن او نورو اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو.وزيراعظم عمران خان ووئيل چې حكومت په هېواد كښې اقتصادي چارې زياتولو لپاره هڅې كوي. په برآمدي صنعت كښې د سرمايه كارې زياتېدو په نتيجه كښې د روزګار موقعې پېدا كېږي. ده ووئيل چې سرمايه كارو ته ګټور ماحول وركولو لپاره ټولې حكومتي ادارې په ګډه كار كوي. په سي پېك فېز 2 د كار رفتار لا ګړندې كولو لپاره حكومت اقدامات كوي. په غونډه كښې د چين پاكستان اقتصادي لارې ﴿سي پېك﴾ د فيز 2 پېش رفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. غونډې ته ووئيل شول چې په رشكئ، دهابيجي، علامه اقبال او بوستان خاص اقتصاديي ځايونو كښې ګاز او برېښنا وركولو لپاره په تندې سره كار روان دے. په بنيادي توګه صنعتونه جوړولو لپاره پكار ګاز او برېښنا شته او په صنعتونو كښې سرمايه كارې سره سره به نوره برېښنا او ګاز هم وركړې شي. په دې لړ كښې د سي پېك اتهارټۍ لخوا د پلګ اېنډ پلے ماډل تجويز وركړو په كوم چې كار روان دے. په غونډه كښې وزيراعظم د سي پېك فېز 2 اړوند ټول اقدامات په ټاكل شوې موده كښې د ترسره كولو هدايات جاري كړل

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں