وزيراعظم عمران خان د رحمت اللعالمين اتهارټۍ په اړه د اقداماتو زر عملي كولو امر وكړو

image

اسلام آباد 15نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د رحمت اللعالمين اتهارټۍ په اړه د اقداماتو زر عملي كولو امر كړے او وئېلې يې دي د مدينې رياست د اصول پسندۍ او اخلاقياتو عملي نمونه وه او ميثاق مدينه د بشري حقونو ساتندويه لوظ نامه وه۔اسلامي ټولنه د خپل دور تر ټولو جدت خوښۍ ټولنه وه۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په خپله مشرۍ كښې د رحمت اللعالمين اتهارټۍ د جاج اخستنې غونډې په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو پير نور الحق قادري٬شفقت محمود٬پروفيسر ډاكټر اعجاز اكرم٬ډاكټر خالد مسعود او شهزاد نواز ګډون وكړو۔ډاكټر عطاﺀ الرحمان د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل صوفياﺀ كرامو د سيرت په رڼا كښې ځايې خلكو ته د دوي په ژبه كښې د دين تعليمات وركړي٬۔په پوهنتونونو كښې به د تحقيق او غور فكر د لارې د سيرت مهم اړخونه رامخې ته كولې شي۔ده ووئيل د پاكستان هر يو وګړے عاشق رسول دے٬د عشق رسول تر ټولو لويې ثبوت د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم په سيرت عمل كول دي۔په غونډه كښې وزيراعظم د اتهارټۍ د قيام د پېشرفت څخه خبر كړے شو۔اتهارټۍ لپاره به جامع مېډيا پلان راتلونكې اونۍ وړاندې كولې شي۔غونډې ته ووئيل شول د جديد طريقه كار د لارې به د ځوانانو او ماشومانو د سيرت طيبه په رڼا كښې كردار سازۍ ته پام لرنه كولې شي۔په نړيواله كچه د سيرت په اړه شعور بېدارولو او د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره دې كښې سفارتخانې شاملولې شي۔غونډې ته ووئيل شول د پوهنتونونو او سكولونو په نصاب كښې به هم د سيرت طيبه په رڼا كښې د اخلاقياتو تدريس شاملولې شي۔د اسلام او سائنس ترمينځه همغږۍ په ډاګه كولو لپاره تحقيق او اقدامات هم د اتهارټۍ په مقاصدو كښې شامل دي۔ دغسې وزيراعظم د اتهارټۍ په اړه د ټولو اقداماتو زر تر زره د عملي كولو سپارښتنه وكړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں