اسلام آباد۔27اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د كورونا وائرس وبا سره اړوندې شمېرې جمع كول پېل شوي دي۔ دا مهال د مثبت كېسونو تناسب ډېر كم دے٬ په آئي سي يو كښې د كورونا رنځورانو تر ټولو كم دي۔ په خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د كورونا وائرس وبا د لاسه په يو كال كښې تر ټولو كم كسان د ورځې مړه كېږي٬ د وېكسي نېشن مثبت اثرات رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل وېكسي نېشن كمپائن بايد روان وساتلے شي۔