مريم نواز د مقدمو ځنډولو لپاره تاخيري حربې استعمالوي ، كه هغه ثبوث لري نو د ورځي په بنياد سماعت لپاره دې درخواست وركړي، د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ميډيا سره خبري

image

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي مريم نواز د خپلو مقدمو ځنډولو لپاره تاخيري حربې استعمالوي، كه هغه ثبوث لري نو د ورځي په بنياد سماعت لپاره دې خواست وركړي، جائيدادونه نيلام كيږي د هغې فرياد كوي، ليګي لارښودو له سزاګاني په ميرټ وركړې شوي،مريم نواز څخه چې حساب وغوښتلے شي نو په نيب حمله كوي، نواز شريف د اثاثو حساب وركولو په ځاے د هېواد نه تښتيدلے ۔ ده د زيارت په ورځ ميډيا سره خبري كولې۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل نواز شريف او مريم نواز له د وركړې شوو سزاګانو په ضد د اپيلونو سماعت شوے ،نن بيا هغوي وكيل بدل كړے، جولائي 2018 څخه اپيلونه زير سماعت دي، دلته هغوي له ووئيل پكار وؤ چې د اپيلونو سماعت دې د ورځي په بنياد وكړے شي ۔ ده ووئېل څو واري هغوي التواء اخستي، په خپل پټيشن د دلائلو وركولو په ځاے يا د هغې وكيل ناروغه وي يا كورونا شي،عدالت هم وئيلي دي تاخيري حربې استعماليږي۔ده ووئيل د چا په ضد چې پريكړه راشي نو د اپيل كولو سره وائي سمدستي دې پريكړه وشي، خو دلته كار مختلف دے۔ ده ووئېل هغوي ته معلومه ده چې مونږ له سزاګاني په غلا ،كرپشن راكړې شوي او د عدالت مطمئن كولو لپاره هيڅ هم نه لري

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں