كالعدم ټي اېل پي سره د امن مذاكرات شوي دي، د نهې تر ورځ به صورتحال معمول ته راشي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې كالعدم ټي اېل پي سره د امن مذاكرات شوي دي، د نهې تر ورځ به صورتحال معمول ته راشي، اوسنې حكومت په هېواد كښې د قانون په سرلوړې باور لري او مونږ حقيقي جمهوري اصولو سره ولاړ يو، چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي. د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې حكومت مظاهرچيانو سره كوم ډول تصادم نه غواړي، مونږ مظاهرچيانو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كوو. ده ووئيل چې د احتجاج او دهرنې په وجه بند كړې شوې لارې به د نهې تر ورځ پرانستلې شي. ده ووئيل چې حكومت به په هېواد كښې د امن او امان صورتحال په ځائ ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي او چا ته به هم قانون په خپل لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي.

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں