اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اولس وزيراعظم عمران خان له غلو او مني لانډرنګ كوونكو ته د لاس اچولو مېنډېټ وركړے، د مسلم ليګ(ن) مشران پخپل دور كښې په لويه كچه په بدعنوانيو او مني لانډرنګ كښې ككړ وو، دوي خلاصېدلے نشي او په راتلونكو دوو كالو كښې به د اپوزيشن په ضد د بدعنواني په كېسونو پرېكړې وشي، وزيراعظم عمران خانبه راتلونكې ټاكنې په بشپړه توګه سپېځلې كوي او زه هيله لرم چې دغه ټاكنو كښې به بيا پي ټي ائې په اقتدار كښې راشي، وزيراعظم عمران خان راتلونكې ټاكنې د اي وي اېم د لارې د كولو عزم لري۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د شهباز شريف په ضد د 25 اربه روپو د كرپشن سنګين كېس موجود دے٬ د ھغه په ضد بې وسه كسان ګواهان دي٬ اوس چې عدالت د دوي ضمانتونه منظوروي نو په دې كښې حكومت څه كولې شي، ده ووئيل د شهباز شريف كېس سنجيده دے او نواز شريف دومره بهادر نه دے چې بېرته پاكستان ته راشي۔ ده ووئيل ما وړاندې د ن نه د شين اېستو خبره كړې وه خو اوس په ن ليګ كښې درې ډلې جوړېدونكې دي ۔ شېخ رشيد احمد ووئيل پيپلزپارټي د ګوډاګو لوبې كوي۔ ده ووئيل اوس شبهاز شريف وائي چې د راتلونكي الېكشن د سپېځلتيا باور دې راكړے شي نو زه هغه له باور وركوم چې د كال 2023 ټاكنې به په بشپړه توګه سپېځلې وي