وزيراعظم عمران خان د ټويوټا انډس موټرز كمپني پاكستان وائس چيئرمېن او چيف ايګزېكټو آفيسر سره ملاقات

image

اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د ټېكنالوجي منتقل كولو په اهميت زور راوړلو سره وئېلي دي په مناسب بيعه د معياري ګاډو پېداوار له به حكومت هر ممكنه مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ټويوټا انډس موټرز كمپني پاكستان وائس چيئرمېن شنجي يناګي او چيف ايګزېكټو آفيسر علي اصغر جمالي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔په ملاقات كښې د خزانې وزير شوكت ترين٬د صنعت وزير مخدوم خسرو بختيار٬د ريونيو وزير محمد حماد اظهر او اړوند افسران هم موجود وو۔وزيراعظم ته ووئيل شول ټويوټا موټرز د هائبرډ اليكټرك ګاډو ځايې پېداوار لپاره په پاكستان كښې د 100 ملين ډالره سرمايه كاري كوي۔وزيراعظم د ټويوټا موټرز پريكړه د موسمي بدلون مقابلې كولو او په هېواد كښې د روزګار موقعې راپېدا كولو په اړه د ذكر وړ وګرځوله ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې نړيوال آټو ايكسپورټ ماركيټ كښې د پاكستان لپاره زياته برخه ترلاسه كړي۔وزيراعظم د ګاډو بيعې كمولو په حقله د ټويوټا موټرز مرسته هم وستائېله۔

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں