د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاؤسنګ٬كنسټركشن او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د دنګو لوړو ودانو په شكل كښې عمودي استوګنې ته حكومت پام لرنه كوي دغسې چې مونږ په تندۍ سره د زياتې شوې آبادۍ د استوګنې ضروريات تر سره كړے شوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د هاؤسنګ٬كنسټركشن او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو كښې وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وزير شوكت ترين٬د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب٬د وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل٬د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر٬د نيا پاكستان هاؤسنګ اينډ ډوېلپمنټ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)انور علي حېدر او نورو افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته په لاهور كښې د روان كېډ اسټرل ميپنګ مشق په اړه بريفنګ وركړے شو٬ده ته ووئيل شول منصوبه په ټريك ده او تر 15 نومبر 2021 به بشپړه شي۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د لاهور زمكې رېكارډ زر تر زره ډيجيټل كولو ته پام لرنه وكړئ دغسې چې په زمكه د قبضه مافيا څخه او د تجاوزات په ضد اولس ته رېليف ترلاسه شي۔وزيراعظم د هاؤسنګ او وركس وزارت ترمخه د هاؤسنګ بېلو منصوبو د پیشرفت څخه هم خبر كړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول هاؤسنګ اينډ وركس وزارت 86323 هاؤسنګ يونټې جوړوي د كومې مجموعي لګښت چې 463 اربه روپۍ دے٬دې سره به د روزګار موقعې راپېدا شي او د 2314 اربه روپو څخه زياتې مالياتې معاشي هلې ځلې به راپېدا شي۔وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې د دنګو ودانو په شكل كښې عمودي رهائش ته حكومت پام لرنه كوي او دې سره به د زياتې شوې آبادۍ رهائشي ضروريات تر سره كړې شي

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں