نړيواله ټولنه دې افغانستان د انساني بحران څخه بچ كولو لپاره دوي سره بشري او معاشي مرسته باوري كړي۔شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي هيله څرګنده كړې چې برتانيه به كشميريانو ته د هند د استبداد څخه نجات وركولو او د دوي د خپلواكۍ جائز حق لپاره خپل موثر كردار ترسره كړي٬ نړيواله ټولنه دې افغانستان د انساني بحران څخه بچ كولو لپاره دوي سره بشري او معاشي مرسته باوري كړي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په لندن كښې د برتانيې خارجه وزيرې الزبته ټرس سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د پاكستان او برتانيې په دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده او د سيمه ايز سلامتيا پشمول په مهمو چارو خبرې وشوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د برتانيې خارجه وزيرې ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د پاكستان او برتانيې ترمينځه يې د دوه اړخيزه اړيكو استحكام او د برتانيې وزيرې سره په ګډه د كار كولو اشاره وركړه۔خارجه وزير د برتانيې خارجه وزيره په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانو ظلمونو او د منطقې امن ته د ورپیښو خطرو څخه خبر كړه او وې وئېل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د برتانيې په پارليمان كښې مباحثه د ستائنه وړ ده۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې۔خارجه وزير ووئيل چې په اوسني صورتحال كښې د پاكستان وړومبۍ ترجيح په افغانستان كښې د پېدا كېدونكي انساني بحران څخه بچ كېدل دي۔ده ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د تېر وخت د غلطو څخه زده كړه كولو سره افغانستان يوازې پرې نه ږدي۔پاكستان د كابل څخه د لس زرو نه زياتو د غېر ملكي وګړو په حفاظت سر ويستلو كښې مرسته كړې۔خارجه وزير د برتانيې خارجه وزيرې ته د پاكستان او برتانيې د ستراتېژېكي مذاكراتو د پنځمې جاج اخستنې غونډې په اړه د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں