پېښور 02 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د نامتو كامېډين عمر شريف په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې عمر شريف د كمال اداكار و، ده په ټوله نړۍ كښې د پاكستان نوم روښانه كړے. ده ووئيل چې د فن په څانګه كښې به د عمر شريف خدمات تل ياد ساتلې شي او د هغه د وفات له امله پېدا شوې خلا به كله هم پوره نه شي. ګورنر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.