هند په مقبوضه وادۍ كښې آبادياتي تناسب بدلولو لپاره هڅې كوي۔ شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند په مقبوضه وادۍ كښې آبادياتي تناسب بدلولو لپاره هڅې كوي٬ ده د برتانيې خپل همڅنګ ته ئې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو او د بشري حقونو خلاف ورزو پحقله تفصيلي شواهد وركړي۔ د نهې په ورځ په لندن كښې د برتانيې درې ورځنۍ دورې په پائې كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل برتانيه يو مهم هېواد دے او پاكستان ورسره اړيكې لا مستحكمولو له خوښي لري۔ ده ووئيل د برتانيې خپل همڅنګ سره په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ د كشمير او افعانستان په وضعه خبرې شوي۔ ده ووئيل د پاکستان او برتانيېترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو يو اوږد تاريخ موجود دے٬ برتانيې سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو لا زياتولو لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د پاکستان او برتانيې ترمېنځه د اړيكو لا مستحكم كولو په غرض د جوائنټ وركنګ ګروپس جوړولو پحقله هم د برتانيې چارواكو سره خبرې شوي۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د هندي ظلمونو او د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزو اندېښنه لرو۔ ده ووئيل د برتانيې خپل همڅنګ ته مې په مقبوضه کشمير كښې د هند ظلمونو پحقله شواهد وركړي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په برتانيه كښېپه ګڼ شمېر پاكستانيان مېشته دي او د برتانيې په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں