وزيراعظم عمران خان د كامياب پاكستان پروګرام پرانسته وكړه، 37 لكه كورنيو ته به قرض، كروندګرو ته د سود نه بغېر قرض او زده كوونكو ته به وظيفې وركولې شي

image

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كامياب پاكستان پروګرام پرانسته وكړه. ده د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د يوې دستورې په مهال د دې پروګرام پرانسته وكړه. كامياب پاكستان پروګرام به په هېواد كښې د غربت په خاتمه كښې كليدي كردار ترسره كړي. د دې پروګرام له مخې به 37 لكه كورنيو ته د څوالس اربه قرض وركولې شي. د كامياب پاكستان پروګرام پنځه برخې دي. د كامياب كسان د لارې به كروندګرو ته د سود نه بغېر قرض وركولې شي. د كامياب كاروبار پروګرام له مخې به كاروبار لپاره د سود نه بغېر 5 لكه روپې او زده كونكو ته به وظيفې وركولې شي. د ارزان كور سكيم له مخې خپل كور جوړولو لپاره په اسانو قسطونو د فنانسنګ اسانيې وركولې شي. فني تعليم او د صحت انصاف كارډ هم د كامياب پاكستان پروګرام برخه دي.

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں