نړيواله ټولنه دې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وركولو لپاره په هند فشار واچوي۔ منير اكرم

image

ملګري ملتونه 01 اكتوبر (اے پي پي)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم د هند تر غېر قانوني قبضه لاندې جمو كشمير كښې د هند د رياستي ترهه ګرۍ سخته غندنه كولو سره وئېلي دي چې نړيواله ټولنه دې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وركولو لپاره په هند فشار واچوي او خپل قراردادونه دې عملي كړي۔ده دا خبرې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د درېمې كمېټۍ په غونډه كښې د عام بحث په مهال په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې هند د تېرو 7 لسيزو څخه د مقبوضه جمو كشمير په اولس د ظلمونو لړۍ روانه ساتلې او دوي ته د خپلواكۍ حق وركولو نه انكار كوي٬هند په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې كوي٬ده نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې د هند څخه دې غوښتنه وكړي چې د پلټنو نړيوال كمېشن ته د دې سرغړونو د پلټنو اجازه وركړي۔د پاكستان دائمي استازي منير اكرم عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم عمران خان په وېنا رڼا اچولو سره ووئيل چې د چين تجربه ټولو پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره د لارښونې او د تكليف وړ ګرځېدے شي٬مونږ د چينائي صدر شي جن پنګ د نړيوال پرمختيائي اقدام په بشپړه توګه ملاتړ كوو

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں