اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې حكومت د آزادو تجاراتي لوظ نامو او د ترجيحي تجارتي لوظ نامو د لارې ځايې تجارانو او صنعت كارو لپاره نويو او غوره ماركيټونو ته رسنې لپاره هڅې كوي۔ده دا خبرې د جهنګ چيمبر آف سمال ټرېډرز اينډ سمال انډسټري پلاوي سره په ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د چيمبر صدر لياقت علي ملك په مشرۍ كښې ده سره د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔پلاوي سره په خبرو كښې صدر مملكت ووئيل چې په هېواد كښې كاروباري ماحول ښه كولو او غېر ملكي سرمايه كاري راغب كولو لپاره اصلاحات پېل كړی شوي دي۔ده ووئيل چې حكومت د صنعتي څانګې مرستې لپاره جامع هڅې كوي چې دغسې پېداواري لګښت كم كړی شي او پاكستاني تجاران په نړآوالو منډيو كښې مقابله وكړې شي۔صدر مملكت ووئيل چې حكومت ځوانانو ته د خپل كاروبار كولو ترغيب وركوي او په دې لړ كښې 100 اربه روپۍ٬كامياب ځوان پروګرام لپاره بېلې كړی شوي دي٬صدر مملكت د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د چيمبر د كردار ستائنه وكړه او پلاوي ته يې د دوي د مسئلو حل كولو باور وركړو۔