د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران هم څنګ سره د ملاقات نه پس شريك پرېس كنفرنس

image

تهران 26 اکتوبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي يو ځل بيا په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغوي دې افغان اولس د معاشي او بشري بحران څخه وېستلو لپاره مرسته وكړي٬د افغان اولس مرستې لپاره دې منجمد اثاثې په سمدستي توګه بحال كړي۔د افغانستان په اړه پاكستان او ايران يو موټې دي٬په افغانستان كښې امن د ټولې منطقې په ګټه كښې دې٬امن سره به په ټوله منطقه كښې تجارتي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔د نهې په ورځ په تهران كښې د ايران خپل هم څنګ سره د ملاقات نه پس شريك خبري كنفرنس ته خطاب كولو په مهال خارجه وزير ووئيل چې د افغانستان د صورتحال په اړه د پاكستان او ايران نكته نظر مماثلت لري٬په دې لړ كښې دواړه هېوادونه يو موټې دي۔خارجه وزير ووئيل چې د ايران هم څنګ سره په ملاقات كښې د افغانستان او سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔دواړه هېوادونه د سيمه ايز رابطو ودې او معاشي استحكام لپاره چمتو دي۔مونږ په افغانستان كښې امن٬استحكاماو خوشحالي غواړو۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن د ټولې منطقې په ګټه كښې دے۔خارجه وزير ووئيل چې د افغانستان اولس د تېرو څلورو لسيزو په مهال د جنګونو څخه تنګ راغلي او هغه افغان اولس د خاص امن استحكام مستحق دي۔ده ووئيل چې نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې د بشري بحران مخ نيوي كښې مرسته وكړي۔په افغانستان كښې به د امن څخه په منطقه كښې تجارتي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل چې د افغان اولس معاونت لپاره دې منجمد اثاثې په سمدستي توګه بحال كړي

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں