د اسلامي مرستې تنظيم سيکرټري جنرل حسين برهيم طحه د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسيد

image

اسلام آباد 16دسمبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) سيکرټري جنرل حسېن برهيم طحه د او آئي سي خارجه وزيرانو د کونسل 17مه غير معمولي غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته رارسيدلے دے، كومه چې په 19 دسمبر 2021 کېږي ٬ د غونډې مقصد د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه ده۔د زيارت په ورځ د سيکرټري جنرل وفاقي پايه تخت ته په رارسيدو تود هركلے وكړے شو ٬ دغسې د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب د هغه او د پلاوي هركلے وكړو۔پايه تخت ته رارسيدو نه پس ميډيا سره په څپلو خبرو كښې سيکرټري جنرل حسېن برهيم طحه د او آئي سي خارجه وزيرانو د کونسل 17مه غير معمولي غونډه د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره يو ‘مهم’ فورم وګرځولو چې پكښې به انساني بحران سره د مخ افغانستان اولس مرستې لپاره صلاح او مشوره او د مرستې تګلارې لټولې شي۔ده اسلامي هېوادونو له د افغانانو مرستې كولو په اقدامات د غور او فکر کولو په موقع وركولو د پاکستان ستائنه وكړه او د 15 اګست نه پس د طالبانو قبضې څخه وروستو د غير ملکيانو په وېستلو كښې ئې د پاکستان د هڅو ستائنه هم وكړه۔سيکرټري جنرل هيله خرګنده كړه چې پاکستان به د افغانانو ښه سباؤن له خپل كردار ترسره كړي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزير مملکت فرخ حبيب ووئيل د افغانستان اولس لپاره د اسلامي هېوادونو غير معمولي غوندې كوربتوب د پاکستان لپاره د وياړ خبره ده۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان اولس ښېګړې لپاره قائدانه کردار ترسره كوي،هيله لرو د غونډې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں