فېصل آباد21 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د وزيراعظم د عمران خان مقابله په هېواد كښې دننه او بهر لوي مافياز سره ده، دوي د آئين او قانون تابع كولو لپاره به ټولو ته د عمران خان ملګرتيا كول وي. د اتوار په ماښام د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانستې په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د كال 208م په ټولټاكنو كښې 15 لكه رائې رد كړې شوې وې، 15 لكه خلق چې پكښې مېرمنې، مشران، ځوانان وو، د لرې سيمو نه پولنګ سټېشنو ته لاړل ، خپل ووټ ئې كاسټ كړو خو د بېلا بېل ډول تكنيكي وجوهاتو په سبب د دوي ووټ ضائع شو او د دوي د خپلې نمائندګۍ نه محروم شول. وزير مملكت ووئيل چې اوس د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې به ووټ ضائع نه شي. ده ووئيل چې وړاندې به د ټاكنو نتيجو ته څو څو ساعته انتظار و خو اوس كه چرته د پولنګ وخت په 5 بجې ختم شي نو 15 ، 20 دقيقې وروستو به نتيجه تاسو سره وي.