د وزيراعظم د خزانې صلاحكار شوكت ترين د توان وفاقي وزير حماد اظهر او د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر اشفاق سره شريك خبري كنفرنس

image
APP44-221121 ISLAMABAD: November 22 – Advisor to PM on Finance Shaukat Tarin and Federal Minister for Energy Hammad Azhar addressing a press conference at Pak China Friendship Center. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت ترين وئېلي دي د پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ ترمينځه د شپږمې جائزې ترمخه د سټاف په كچه په لوظ نامه اتفاق راغلے ٬د لوظ نامې ترمخه به پاكستان ته يو ارب ډالر څخه زيات معاونت ترلاسه شي٬د ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه شراكتدارو سره به د وسائلو او اعانت لپاره لارې هم سمې شي٬مونږ هڅه كوو چې عام وګړي ته رېليف ترلاسه شي۔د ګل په ورځ د توان وفاقي وزير حماد اظهر او د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر اشفاق سره خبري كنفرنس ته په وېنا كښې د خزانې صلاحكار شوكت ترين ووئيل د پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ ترمينځه د شپږمې جائزې ترمخه د سټاف په كچه په لوظ نامه اتفاق راغلے ٬د لوظ نامې ترمخه به پاكستان ته يو ارب ډالر څخه زيات معاونت ترلاسه شي٬د ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه شراكتدارو سره به د وسائلو او اعانت لپاره لارې هم سمې شي۔ده ووئيل نړيوال مالياتي فنډ دا خبره منلې چې پاكستان د اصلاحات او نورو څانګو په حقله په كاميابۍ سره ګامونه پورته كوي ۔پاكستان به د ټېكس په څانګه كښې د اصلاحاتو سلسله روانه ساتي٬د برېښنا څانګې په حقله آئي اېم اېف د لا ښه والي لپاره د اقداماتو وئېلي دي دغسې آئي اېم اېف د دې خبرې هم تاكيد كړے چې په نړيواله كچه سپلائي چين كښې د خنډانو په وجه پاكستان هم ځپلے شوے٬دې سره په پاكستان كښې ګراني زياته شوې٬ ده ووئېل آئي اېم اېف د ټېكس نظام ساده او كاروباري آسانيو هم وئېلي دي ۔په دې لړ كښې آئي اېم اېف په سټېټ بېنك كښې د اصلاحاتو ستائنه كولو سره وئېلي دي دې سره به بيعو مستحكمولو له مرسته ترلاسه شي٬آئي اېم اېف دا هم وئېلي چې اصلاحات او ايډجسټمنټ سره كم آمدن لرونكې طبقه ځپلې كېدې شي او په دې تناظر كښې آئي اېم اېف په هدف اډانه د زر اعانت په حاجت زور راوړے ۔ ده ووئېل د احساس او كامياب پاكستان پروګرامونو ستائنه شوې٬د خزانې صلاحكار ووئيل جي اېس ټي كښې به اصلاحات كولې شي٬پېټروليم ډوېلپمنټ ليوي د 610 اربه روپو څخه 356 اربه روپو ته راوستلې شوې دغسې سټېټ بېنك ايكټ كښې بدلونونه٬د كووېډ نه پس د خرڅونو آډټ او د خرڅونو بينيفيشير اونرز په حقله به اقدامات كولې شي۔د خزانې صلاحكار ووئيل د مارچ څخه چې كوم مزل اودرېدلے ؤ هغه نن بيا پیل شوے ٬زمونږ دا موقف ؤ چې ټېرف زياتول د مسئلې حل نه دے ٬ د كيپيټسي پيمنټ ادائيګو مسئله هم رامخې ته ده٬د خزانې صلاحكار ووئيل مونږ د كركيلې٬سرو او د خوراك څښاك څيزونو په حقله د ټېرف زياتولو مخ نيوے كړے۔د خزانې صلاحكار ووئيل د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه خبرو اترو كښې وخت لګېدلے خو د لوي څښتن شكر كوو چې مونږ قوي ولاړ وو۔په دې حقله زه د خپل ټيم نه علاوه د حماد اظهر او آئي اېم اېف ډلې هم مننه كوم چا چې معاملات ترسره كولو له مرسته كړې۔په دې موقع د توان وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل د توان په حقله چې كومې چارې ترسره شوي په دې لړ كښې مونږ د وړاندې نه اقدامات كړي٬څو مياشتې پس به مونږ ټېرف ښه كړو خو د دې شرح به كمه وي۔د سيزنل پيكېج ترمخه به يو يونټ په 12.96 روپۍ برقرار وي دغسې د صنعتونو لپاره به هم په ټېرف كښې كمے نه كېږي۔ده ووئيل نړيوال مالياتي فنډز زمونږ ستائنه كړې ګرځينده قرض نه زياتېدل هم ستائېلے شوے۔ده ووئيل په تېرو دريو كلونو كښې د مياشتې 200 يونټسكاروونكو لپاره كومه اضافه نه ده شوې۔ده ووئيل د برېښنا په څانګه كښې په ترسيلي لائنونو 111 اربه روپۍ خرڅ كېږي ٬ دې سره به لا ښه والے راشي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں