پېښور 14نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي چې په وفاقي او صوبائي كچه د انفارمېشن ټيكنالوجي څانګې ته پام لرنه كېږي او دې لپاره د سائنس او ټيكنالوجي څانګه كښې يو بشپړه ايكو سسټم جوړ شوې دې، د پاكستان پرمختګ د آئي ټي سره تړلې دې خو تير وخت كښې دې څانګې ته خاص پام لرنه نه ده شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده خېبرپښتونخوا حكومت د سيورې لاندې دوه ورځنې ډيجيټل يوتھ سمټ دورې په موقع وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا د سائنس او انفارمېشن ټيكنالوجي وزير محمد عاطف خان هم موجود ؤ ۔ سنېټر شبلي فراز په مهم ډيجيټل يوتھ سمټ كښې د پاكستان په ځوانانو شاملولو د خېبر پښتونخوا حكومت ستائنه كولو سره ووئيل په دې ډول به صلاحيت لرونكې ځوانان په دې څانګه كښې نورو له نوكرۍ وركړئ، موجوده حكومت ځوانانو له د آئي ټي په څانګه كښې مخ په وړاندې تللو له پراخه موقعې وركوي۔ده ووئيل ځوانانو له آساني قرضې وركولو لپاره مهم ګام پورته كړې شوي دې لپاره انكوبېشن سينټرز جوړ شوې دي او ځوانانو له په آسان اقساط قرضې وركړې كېږي، بے روزګارۍ مخنيوي لپاره نور ګامونه هم پورته كوو۔ده ووئيل مونږ د ځوانانو په وجه حكومت كښې يو،بيعې زياتې دي او حكومت د احساس راشن پروګرام د لارې د دې ازاله كوي دغسې چې حاجتمندو او غريبانو له ريليف وركړې شي۔