اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د ولادت ورځ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په مذهبي جوش و جذبه لمانځلې شي. په دې لړ كښې په وفاقي پايه تخت اسلام آباد، څلورو واړو صوبائي سرښارونو، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د قومي سيرت كانفرنسونو اهتمام شوے. په كنونشن سنټر اسلام آباد كښې د دوه ورځني نړيوال سېرت كانفرنس اهتمام شوے. كانفرنس ته به وزيراعظم عمران خان وېنا كوي. په دې ورځ به په ټول هېواد كښې عامه رخصتي وي. د وزيراعظم عمران خان په هدايت سږ كال عيد مېلادالنبي صلی الله عليه وآله وسلم په جوش و جذبه لمانځلې شيل. وزيراعظم د ربيع الاول په پېل كښې د رحمته للعالمين اتهارټۍ جوړولو اعلان كړے كومه به چې د سيرت النبي ﴿ص﴾ په اړه په تعليمي ادارو كښې د اړوند نصاب د نفاذ ټاكنه هم كوي. اتهارټي به د تحقيق كار هم كوي. د دې اتهارټۍ مشر به د قرآن تفسير ليكونكې نامتو سكالر وي. په دې كښې به د اسلامي نړۍ سكالران هم شامل وي. د پارلمان غړو ته هدايت شوے چې دوي دې په خپلو خپلو سيمو كښې د عيد مېلادالنبي ﴿ص﴾ په دستورو كښې په بشپړه توګه ګډون وكړي. د عيد مېلادالنبي ﴿ص﴾ لمانځلو تيارې شوې دي. د ورځې په پېل كښې به په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 توپو او په صوبائي سرښارونو كښې به د 21 ، 21 توپو سلامي كولې شي. په سركاري او نجي ودانيو د رڼاګانو اهتمام شوے. په ټول هېواد كښې د درود و نعت محفلونه كېږي.