اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پي پي)فنانشل ايكشن ټاسك فورس(اېف اے ټي اېف)بغېر د اثر و رسوخ كار كولو په اړه د خپلو دعوې په ضد په خاص توګه اسلامي رياستونه په نښه كولو د خپل سياسي نظر وړاندې بوتللو په اړه بې نقابه شوې۔د زيارت په ورځ ټېرر فنانسنګ واچ ډاګ پاكستان په ګرے لسټ كښې د ساتلو پريكړه كولو سره پاكستان ته وئېلي دي چې هغه دې په ايكشن پلان مكمل عمل وكړي كه هر څو پاكستان د وړاندې نه په 34 كښې په 30 تجويز شويو نكاتو عمل كړې۔د اېف اے ټي اېف صدر ډاكټر ماركس پليئر مېډيا ته وئېلي دي چې په مجموعي توګه پاكستان په دې نوې ايكشن پلان ښه پرمختګ كوي٬اوس په اووه كښې څلور نكات مكمل يا تر لويه حده حل شوي دي۔د اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ لخوا د مرتب شوي انفوليټكس اېشوز له مخې پاكستان په هغه يو څو هېوادونو كښې دې چرته چې د اېف اے ټي اېف په ايكشن پلان د عمل نه كولو تناسب ډېر كم دے خو ستم دا دے چې د ترهه ګرۍ په ضد د امريكې په مشرۍ كښې په جنګ كښې د شاملېدو نه پس د 80 زره ځاني قربانۍ وركولو او د 150 اربه ډالرو معاشي زيان سره هم هېواد په ګرے لسټ كښې موجود دے۔د دې په ضد د فرانس د دعمل نه كولو تناسب 25 فيصده دے خو فيټف په دې سترګې بند كړی دي٬په نورو هېوادونو كښې د امريكې د عمل نه كولو شرح 22.5 فيصد ٬د جاپان 27.5 فيصد٬ نيوزي لينډ 30 فيصد٬د جارجيا 32.5 فيصد٬جنوبي كوريا 20 فيصد او روس 12.5 فيصد شرح ده خو دوي ټول د ګرے لسټ نه بهر دي۔پاكستان د اوږدې مودې نه مشاهد كوي چې فيټف د ځينې هېوادونو ذاتي ګټو لپاره د سياسي الا په توګه كارولې شي او په دې وروستيو كښې په ګرے لسټ كښې د تركيې شاملولو د دې دعوې تصديق كړی۔د تركيې صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ په ستونزو لكه د كشمير٬فلسطين او په خاص توګه د اسلاموفوبيا په اړه په لوېديزو طاقتونو نيوكې كوي هم داسې وزيراعظم عمران خان هم د اسلامي نړۍ په هغه يو څو مشرانو كښې شامل دے چا چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پشمول په ټوله نړۍ كښې د اسلامو فوبيا مقدمه په جرت سره وړاندې كړې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي پھ دې سخت غبرګون ښودلو سره وئېلي دي چې د پاكستان په ضد د تنګ نظرۍ په بنياد سياسي عزائمو لپاره يو مهم تكنيكي فورم كارول د شرم وړ عمل دے خو دا د مودي سركار په اړه كومه د حېرانۍ خبره نه ده۔د هند خبر رسنې ادارې اے اېن آئي د هند د خارجه وزير د بيان حواله وركړې په كوم كښې چې ده وئېلي چې زمونږ په وجه پاكستان فيټف سره مخ دے او په ګرے لسټ كښې ساتلې شوې٬د دې په غبرګون كښې د پاكستان د خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې د هند بيان نه يوازې د دوي خپل حقيقت بې نقابه كړی بلكې دا په فيټف كښې د هند د منفي كردار په اړه د پاكستان د پخواني دريځ تصديق هم كوي۔د وزيراعظم خاص مرستيال رؤف حسن په ټويټر د فيټف په پريكړه نيوكه كولو سره وئېلي دي چې فيټف كوم عزت ترلاسه كړې و هغه يې د لاسه وركړې۔په يو ټوېټ كښې د توان وزير او د فيټف كوآرډينېشن كمېټۍ چيئرمېن حماد اظهر كوم چې د فيټف په ورچوئل غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې٬وئېلي دي چې زمونږ تكنكي دريځ به ډېر زر درست ثابت شي۔د ټي آر ټي ورلډ له مخې مينځني ختيز سره تعلق لرونكي يو وكيل حسن اسلم شاد وئېلي دي چې كه فيټف ټولو هېوادونو سره انصاف كولې نو دوي به برتانيه د فيټف په ګرے لسټ كښې اچولې وه خو دوي داسې نه كوي ځكه چې دوي خپل ذهن جوړ كړې او د وړاندې نه تشكيل شوې تصورات د دوي پريكړې مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل چې فيټف ډېر سياسي شوې