وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب د صحت وزيرې ډاكټر ياسمين راشد ملاقات

image

لاهور 22اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب د صحت وزيرې ډاكټر ياسمين راشد د جمعې په ورځ ملاقات كړے ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د نېشنل هېلت سروسز خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان هم موجود ؤ ۔په دې موقع د حكومت لخوا په پنجاب كښې د روغتيا نظام بهترۍ لپاره په پورته كړو ګامونو او د هېلت كارډز جاري كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيراعظم ته د كووېډ ويكسينېشن كمپائن او ډينګي په اړه د حكومت لخوا په اقدامات هم بريفنګ وركړے شو۔ په دې مهال وزيراعظم عمران خان په ميانوالي او اټك كښې د مور او ماشوم روغتونونو او د حكومت لخوا د ذهني صحت اقداماتو په اړه د كار تندولو هم سپارښتنه وكړه

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں