د رسول اكرم (ص) ذات اقدس د حق پېغام دے٬ د دې په ړنا كښې به مونږ مخ په وړاندې ځو٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د 12 ربيع الاول په اړه د دستورو انتظامات جاج اخستو له غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د رسول اكرم (ص) ذات اقدس د حق پېغام دے٬ د دې په ړنا كښې به مونږ مخ په وړاندې ځو، د عشرہ رحمت للعالمین دستورو په موقعه د ”پېغام پاکستان“ تر مخه اولسي شعور بېدارولو سره مونږ يوه داسې ټولنه رامخې تهكول غواړو كومه چې په روادارۍ او زغم اډانه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د 12 ربيع الاول د دستورو په اړه د انتظامات جاج اخستو له د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔ په دې موقعه د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد هم موجود ؤ ۔ وفاقي وزير ووئيل د نبي كريم (ص) پاك سيرت او د هغوي تعليمات ټولې ټولنې له عملي نمونه ده ٬ مونږ له به دغه پاك سيرت په خپل ژوند كښې عملي كول وي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير نور الحق قادري ووئيل مونږ خپل ژوند د رسول الله (ص) د ژوند تر مخه په تېرولو د خپلو مسائلو حل موندلے شوو۔ غونډې ته ووئيل شول د عشره رحمت للعالمين په لړ كښې د مذهبي چاروزارت تر 20 م اكتوبر د بېلو سرخطونو شېډول جاري كړے۔ وفاقي وزايرانو د وزيراعظمسپارښتنې له مخې د 12 ربيع الاول ورځ د عقيدت او احترام سره لمانځلو له د خپل عزم څرګندونه كړې ۔ دې نه وړاندې په غونډه كښې د مېلاد النبي (ص) د دستورې تېارو او رحمت للعالمين سكالرشپس په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ غونډې ته ووئيل شول په 12 ربيع الاول به دوه لويې دستورې كولې شي ٬ يوه دستوره به ايوان صدر او دويمه په كنونشن سېنټر كښې كېږي چې وزيراعظم به ورته خطاب كوي

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں