اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) د افغانستان په اړه د روسيې په كوربتوب كښې د”ماسكو فارميټ”درېمه غونډه د شورو په ورځ په ماسكو كښې وشوه۔په غونډه كښې د چين٬پاكستان٬ايران٬هند٬قزاخستان٬تركمانستان٬ازبكستان٬تاجكستان٬كرغزستان او د افغانستان د لوړې پاې پلاويو ګډون وكړو۔افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازي سفير محمد صادق په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړه۔محمد صادق د درېم پړاؤ په كوربتوب كولو د روسيې مننه وكړه او وې وئېل نړيوالې ټولنې د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان د روغې جوړې كردار تسليم كړے ۔ده ووئيل غونډه به په افغانستان كښې امن او استحكام٬د خوندي پولو٬په روابطو كښې زياتوالي ٬د كډوالو ستنېدو او د ترهه ګرۍ مقابلې له مرستياله ثابته شي۔محمد صادق ووئيل افغانستان انساني مرستې ته په سمدستي توګه ضرورت لري او بايد دې لپاره نړيواله ټولنه خپلې هڅې زياتې كړي۔ده په جنګ ځپلي هېواد كښې د انساني او مالي بحران څخه بچ كېدو لپاره په سمدستي توګه د مرستې او معاشي ملاتړ په اهميت زور راوړو۔ده د پاكستان لخوا د دې عزم پخلے وكړو چې امن او خوشحالي معاشي استحكام سره راځي۔د څلور لسيزو د جنګونو نه پس افغان اولس د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ مستحق دے او بايد دې مقصد لپاره نړيواله ټولنه په اخلاص سره د هغوي مرسته وكړي